سویډن هېواد تېره ورځ د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون پخوانۍ استادې نرګس مومند حسنزۍ ته د زده کړو، سولې او جنسیتي برابریو په برخو کې د غوره فعالیتونو له کبله د سولې نړیواله جایزه ورکړې ده.
یوې افغانې استادې ته د سولې نړیواله جایزه ورکړل شوې
نرګس مومند حسنزۍ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې نوموړې ته د سویډن دولت له لوري د سولې ورکړل شوې نړیواله جایزه ټولو هغو افغان نجونو ته ډالۍ ده چې له تېرو دوو کلونو راهیسې له زده کړو څخه بې برخې پاتې شوې دي.
تر دې وړاندې هم ډېری افغان مېرمنو ته د افغان نجونو د زده کړو او د هغوی د حقونو د ملاتړ په هدف د دولتونو له خوا جایزې ورکړل شوې دي.