له وړمې ورځې راهیسې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت بحث گرم شویدی، ما درې ډلې خلک ولوستل، دوه ډلې يې بدبختانه یوه اقتصادي موضوع په شعوري او لاشعوري ډول سیاسي کوي، چې هېڅ د خیر خبره نهده او درېیمه ډله يې بېطرفه تخنیکي قضاوت کوي، هغه دوه ډلو کې یوه ډله د تېر نظام ځوانان دي، چې وایې دا هر څه مطلق د «خراب اقتصاد» له کبله شويدي، او افغانۍ په مصنوعي ډول خپل ارزښت لوړ کړیدی، ښايي موخه به یې ډېفلېشن وي، بله ډله يې بیا په مطلق ډول دا د «اوسنیو چارواکیو» لاسته راوړنه بولي چې د پولي سیاستونو ښه مدیریت يې کړیدی؛ زه له دواړو ډلو سره موافق نهیم، بلکې د درېیمې ډلې سره چې یو تخنیکي اقتصادي بحث کوي، موافق یم او دې کې پرته لهشکه زموږ د ملي کرنسۍ، افغانانو او وطن خیر هم دی، حق ته به حق وایو، راځو اصلي موضوع ته:
د افغانۍ په ارزښت لوړېدا کې مثبت ټکي:
لومړی، دې کې شک نهشته چې له ۱۱مېلیونو ډېر افغانان هره میاشت وطن ته ډالر/يورو/پونډ او نور خارجي اسعار رالېږي، چې اقتصاد کې يې Remittance بولي، دا افغانستان ته راځي او د افغانیو پر وړاندې د بېرونیو اسعارو شتون ډېروي.
دوییم، په پرلهپسې ډول د نړیوال ادارو/موسسو بېدرېغه (مېلیوني ډالر) مرستې د وطن اقتصادي سایکل ته داخلېدل؛ موږ گورو چې په سلگونو مېلیونو بشري مرسته هره میاشت وطن ته راځي (مثلاً همدا نن هم برتانيې له افغانستان سره د ۱۲۵مېلیونو ډالرو د مرستې اعلان وکړ)، چې دا په یوه نوعه غیر مستقیم ډول د وطن اقتصادي سایکل ته ننوځي او د افغانۍ پر وړاندې ډالر یا بېرونيو اسعارو شتون لوړوي.
درېیم، د افغانستان بانک له پخوا څخه د مارکېټ عملیات Market Operation لري، چې په بازار کې ډالرو یا خارجي اسعارو پر وړاندې د افغانۍ تعادل یا انډول وساتي، اوس دا چاره نسبت تېر ته ځکه شفافه او ښه مدیریت شوېده، چې «له تېر څخه پاتې پولي قوانین» سل سلنه په صرافانو تطبېقېږي، پخوا قانون وو، خو عدم تطبیق بدبختانه ډېر لږ و؛ یانې مارکېټ د افغانۍ عرضه مدیریت شوېده.
څلورم، یوه بله خبره چې ښايي ډېر ملگري ترې خبر نهاوسي، هغه زموږ د خپلو صرافانو بدبختي وه، چې په تېر کې به څو د صرافي کلانتران یو ځای شول، په مارکېټ کې به يې په کاذب ډول د افغانۍ ارزښت د ډالرو پر وړاندې ټېټ کړ، افغانستان بانک د مارکېټ نرخ ته په پام سره به مجبور شو، چې ډالر لیلام کړي، حتا داسې وخت هم راغلیدی، چې د افغانستان بانک په یوه اوونۍ کې تر ۱۰۰مېلیونو ډالرو لیلام کړيدي. ستره بدبختي به دا وه، چې په بله ورځ به یې اعلان وشو، چې له وطنه د ډالرو د قاچاق په تور دومره تنه ونېول شول، (د حکومت دننه مافیا + ځینو خاینو صرافانو) د افغانۍ په بېثباتۍ کې ډېر لوی لاس درلود.
پنځم، یوه بل ټکی چې ښايي ډېر کم رول د افغانۍ په ارزښت لوړولو کې ولري، هغه په سوېل زون (کندهار، هلمند، اروزگان او نېمروز) کې د کلدارو د چلند وروستی حکم دی، چې د افغانستان بانک د مشرتابه له لوري په جدیت دوه ورځې وړاندې صرافانو ، سوداگرو او هټیوالو ته اخطار او وخت ورکړل شو، چې د کلدارې له کارونې لاس پهسر شي، دا چاره هم د افغانۍ لهپاره تقاضا په ناڅاپي ډول لوړولای شي، چې د تقاضا له لوړېدا سره سم، ارزښت بره ځي.
د افغانۍ په ارزښت لوړېدا کې منفي ټکي:
لومړی، موږ ټول پوهېږو چې د افغانستان په اقتصادي، مالي او بانکي سیسټم باندې د نړیوالو بندیزونه دي، یانې همدا نن که ته وغواړې چې د بانک له لوري لس ډالر خارج ته ولېږې، نو نهيې شې کولای، کله چې له هېواد څخه ډالر نهوځي، او په مقابل لور کې يې ډالر وطنته راځي، نو د داخلي کرنسۍ ارزښت به خود لوړ ځي.
دوییم، واردات مو بېحده کم شويدي، افغانستان یو وارداتي هېواد دی، او تر هغې چې يې په اقتصاد او حکومت د نړیوالو بندیزونه وي، چې نو سوداگر يې په خلاص لاس نهشي کولای چې واردات ولري، معلومه خبره ده، چې د وارداتو په مقابل کې په مېلیونونو ډالر له وطن څخه وځي؛ پرته له شکه د څو گاونډيو هېوادونو (پاکستان، ایران، ازبکستان...) سره ښه درز کې سوداگري روانه ده، خو هغه هم یوازې د «ستراتېژيکو وارداتي توکو» لکه وړو، غوړو، بوره، تېل، گاز او نورو.
درېیم، که یو څوک وایې چې د وطن اقتصاد مو ښه شویدی نو ځکه مو د کرنسۍ ارزښت لوړ شویدی، یا بالعکس وایې، چې د کرنسۍ ارزښت مو لوړ شو، اوس به ورسره اقتصاد ښه شي، نو دا ډېر بېکاره او د اقتصاد لهمخې د یو نالوستو خلکو خبره ده. «د یو هېواد د خلکو د اقتصاد کچه د سړي سر عوایدو، ناخالصو داخلي تولیداتو GDP، او د پېر له ځواک Purchasing Power» څخه معلومېږي، په ساده ټکیو، چې اوښ په یوه روپۍ شي او یوه روپۍ درسره نهوي، یانې د اخیستلو وس Purchasing Power ونهلري، نو څه به يې کړې!؟
څلورم، ما په پیل کې د ډېفلېشن یا ډېفلاسیون یادونه وکړه، تاسې که لږ معلومات وکړئ، نو درته به معلومه شي، چې د ډېفلاسیون له پېښېدو سره سم کرنسۍ خپل ارزښت لوړوي، یانې په انفلاسیوني شرایطو کې قیمتي وي، بازار کې پیسه ډېره وي، خو ارزښت یې بایللی وي، خو په ډېفلاسیوني شرایطو کې بیا بازار کې پیسه کمه وي، ارزښت يې لوړ وي، خو خلک بیا د اخیستلو وس نهلري، عاید يې کم وي، فابریکې په ټپه ولاړه وي، فابریکې خپل کارمندان رخصتوي، ورسره بېکاري ډېرېږي؛ او د نړیوال بانک د وروستي راپور پر بنسټ موږ په ډېفلاسیوني حالت کې قرار لرو.
پنځم، د نړۍ اقتصادي نظم Economic Order که له ذرهبین لاندې ونیسې، نو درته به معلومه شي، چې پهدې برخه ډېرې زیاتې د توطيې تېوریانې Conspiracy Theories پر لاره اچول شويدي، په نړۍ کې د ډالر د وسلې په توگه د کارېدنې Weaponization of Dollar د پايته رسولو بحثونه روان دي؛ روسیه، چین او سعودي دې لوبو کې ډېر رول لوبولای شي، دا هر یو خپل درد لري، چې کله به پرې په جزیاتو بحث وکړو، مثلاً د اکراین له جگړې وروسته د روسيې ۳۰۰مېلیارده ډالر په غربي او اروپايي بانگونو کې کنگل دی، د چین سره د وارداتو او صادراتو په برخه کې امریکا له کالونو راهیسې د رقابت په ډگر کې ولاړه ده، د سعودي ځوان ولیعهد محمد بن سلمان MBS بیا د غربي اقتصادي انحصاره د سعودي خلاصون ته کار ویلیدی، هغه ځان د تېلو پاچا بولي؛ نو دې چارې هم په نړۍ کې د ډالر ارزښت لږ خوځولی دی، چې فیالحال نه، خو راتلونکیو څو میاشتو کې به د افغانۍ او نورو کرنسیو پر وړاندې خپل ارزښت وبایلي.