د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وین بین ویلي، چې امریکا لاهم په افغانستان کې د یو شمېر ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.
هغه ویلي، امریکا غواړي په دې کار سره سیمه د بې ثباتۍ لور ته بوځي.
د وانګ وین په خبره، د امریکا د لاسوهنې له کبله د سیمې هېوادونه یو پر بل بې باوره شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر څه موده وړاندې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د هیڅ وسله وال مخالفت ملاتړ نه کوي.