بلخ کې شپږ کسان د موسیقۍ غږولو په تور نیول شوي

بلخ کې شپږ کسان د موسیقۍ غږولو په تور نیول شوي


  • 10 مياشتي دمخه (02/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 337

د بلخ سیمه ییز چارواکي وايي چې دغه ولایت کې شپږ کسان د موسیقي الو د غږولو په تور نیول شوي دي.

دغه کسان بېګاه ناوخته هغه مهال نیول شوي چې د «یوه ماشوم د سنتۍ محفل» کې یې موسیقي غږوله.

د یادو کسانو قضیې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو سره هم‌مهاله هېواد کې د موسیقي غږولو او اورېدو باندې بندیز لګېدلی دی.

له دې وړاندې په ځینو نورو ولایتونو کې موسیقي غږوونکي هم نیول شوي او د موسیقي الې یې له‌منځه وړل شوي دي.