پکتیا کې نیول شوی خبریال حبیب الله سراب خوشې شو

پکتیا کې نیول شوی خبریال حبیب الله سراب خوشې شو


  • 1 کال دمخه (02/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 574

په پکتیا کې د اریانا نیوز خبریال حبیب‌الله سراب د ا، ا له بنده خوشې شوی دی. 

د حبیب‌الله سراب کورني د هغه د ازادېدو خبر تایید کړی دی.

کورنۍ یې ویلي، چې سراب نن شنبه له غرمې وروسته کابل کې له بنده ازاد شوی دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې نوموړی په کوم جرم بندي شوی و.

 

حبيب‌الله سراب ۲۳ ورځې وړاندې د پکتيا مرکز ګردېز کې له خپل دفتر څخه نیول شوی او له نیول‌کېدو څو ورځې وروسته کابل ته لېږدول شوی و.