د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره کتلي دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي دفتر د نوموړي له قوله لیکلي، چې په افغانستان کې خپلواک واحد نظام رامنځته شوی او د سیمې او په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي.
هغه په دې کتنه کې ویلی، چې افغانستان د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه بل چا ته حق ورکوي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
په ورته وخت کې په کابل کې د ایران سفير حسن کاضمي قمي ويلي، چې تهران لېواله دی، چې له افغانستان سره پر اقتصادي، کرنیزو او صنعتي برخو سربېره د ریل پټلۍ شبکو غځولو کې همکاري وکړي.