اسیایي جام؛ افغانستان نن له بنګله‌دېش سره خپله لومړۍ لوبه کوي

اسیایي جام؛ افغانستان نن له بنګله‌دېش سره خپله لومړۍ لوبه کوي


  • 1 کال دمخه (03/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 440

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن یک شنبه د کرکټ اسیايي جام په سیالیو کې له بنګله دېش سره لوبه لري.

دا په دغو سیالو کې د افغانستان لومړنۍ او د بنګله دېش دویمه لوبه ده.

بنګله دېش خپله لومړۍ لوبه سري لنکا ته بایللې وه.

د افغانستان او بنګله دېش نننۍ لوبه به د افغانستان پر وخت د ماسپښین په ۲ بجو د پاکستان د لاهور په قذافي لوبغالي‌ کې پیل شي.‌

افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي پرون په لاهور کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې لوبډله یې دې سیالۍ ته چمتو ده. 

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د هند او پاکستان ترمنځ لوبه وه، چې د باران له کبله بې پایلې اعلان شوه او دواړو لوبډلو ته یوه، یوه نمره ورکړل شوه.