سږ کال د کانکور پایلې په پینځه کټګوریو عالیه، خامسه، مدرسه، نیمه لوړې زدهکړې او عمومي کانکور څانګو کې اعلان شوې.
محمد طه د محمد حلیم زوی له میدان وردګو ولایت څخه د علماوو د عالیه درجې اول نمره، سید عبدالله د سید بدرالدین زوی له نیمروز څخه د عماوو خامسه درجې اول نمره سید طیب د سید نعیم زوی له هرات څخه د مدرسې اول نمره، لعل زرین د ګل رسول زوی له کونړ ولایت څخه د نیمه زدهکړو اول نمره او محمود د عبدالجمیل زوی له فراه ولایت څخه د کانکور عمومي ازموینې اول نمره اعلان شول.
د یادونې وړ ده، چې ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینه د نجونو له ګډون پرته واخیستل شوه.