نن تر غرمې مخکې د بغلان جلګې ولسوالۍ په ماسان کلي کې د دوو وروڼو ترمنځ نښته شوې، چې په پایله کې یې دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
د بغلان د امنیه قومانداني مسؤلین وایي، چې دا پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځ ته شوې، چې په ترڅ کې یې یو ۲۸ کلن سړی او یوه ۱۱ کلنه نجلۍ وژل شوي او د دوو مېرمنو په ګډون څلور نور ټپیان شوي دي.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر وايي، چې د دغې وژنې په تور یې يو کس نيولى دى.
دا په بغلان ولایت کې په وروستیو ورځو کې دویمه ورته پېښه ده.
څه موده وړاندې هم په دغه ولایت کې دوه وروڼو د واښو د وېش پر سر جګړه کړې وه چې له امله یې دواړه وژل شوي وو.