د پښتو شاعران باید څه وکړی


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ارواښاد استاد عبد الرؤف بینوا
  • 1469

... باید پښتانه ځلمي شاعران له موهوماتو او خرافاتو څخه ځان را وګرزوي او تر هر څه دمخه د اولس او ټبر ویښوالی په نظر کښی ونیسی او پښتنو شاعرانو ته په لوړ ږغ ووایو : ( تر څو پوری؟) اوس باید د زنخدان له کوهي څخه د همت په مزي د وطن پرستۍ په رسۍ دفدا کارۍ او عمل میدان ته راووزو . په پلار او نیکه یا د مړو په ستاینه نه خلاصیږو ، دنیا مو وینی د لافو او پټاکو په جامه کښی پټیدلای نشو، دنیا تیزه روانه ده او هر څوک چی ددې تیزۍ مخه ، ونیسی ، هغه به نیست او نابود شي موږ له قافلې نه ډیر وروسته پاته یو پښتنی همت او ټینګ عزم پکار دی چی د همزولو سره ځان سم کړو او د تمدن په کاروان پسی ځان ورسوو دخوب دوره تیره شوه د ملت ویښول یوازي د ځلمیو شاعرانو وظیفه ده بس ...
او په دی خبره کښې چي ( ځینی خلګ ) وایې یو ځلمی شاعر مي ونه لید چی یو څاڅکی اوښکه یې له سترګو توی شوه او ضمنا ګویا د مینی له تاثیر او اغیزې څخه منکر ښکاري ، سخت مخالف یم او فقط همدغه یوه جمله یې د ځواب د پاره کفایت کوي چی � هر وخت که دغو خلګو، حسن او جمال انسانی عواطف او احساسات ښکلیتوب او جذابیت له دنیا نه واخیست البته مینه او محبت به هم ورک شي � او که دا شیان له دنیا ورک شي نو ژوندون به ډیر وچ او بې خونده وي ټول موجودات خصوصا انسانان به یو له بله متنفر او بیزار شی نو په شعر کښی دا خوا هم ضرور ده مګر نه داسی چی بیخی پکښی فانی سی ... که څه هم د مینی په دنیا کښی فنا کیده به یو شخص د ځان د پاره سر لوړی بولی او ښه حظ به ځنی اخلی خو البته جامعې ته ګټور نه دي .
راغلو ... دې ته چي د پښتون شاعر څه وظیفه ده ؟ عربی اوزان ښه دي که ملي ؟ د دیوانو په څیر خط و خال و ستا یو که نور څه ؟
د لومړۍ پوښتني ځواب که څه هم خورا اوږد بحث او څیړل غواړي بیا هم په لنډ او خلص طور سره ویلای شو چي د شاعر وظیفه په عمومي توګه ښې لاري ته د انسانانو رابلل او رهبري کول دي ، انسانان د روح پاکوالي ته ملتفتول او یو د بل مرستي ته تیارول او د ژوندون د مشکلاتو پر مقابل د بري موندلو په نیت ولاړول دي او نور ...، مګر په خصوصي توګه د پښتون شاعر وظیفه د پښتون ملت او اولس ویښول د دوی عیبونه ورښول ، ددوی ملی احساسات ژوندي کول د وطن دوستۍ او ملیت پرورۍ ،د حسن ستایل ، دبې وزلو کونډو او یتیمانو پر حال ژړل ، د بډایانو زړونه نرمول ، د استقلال او خپلواکۍ مینه د ملت په افرادو کښی ترزیقول ، د مظلومانو په حال د ظالمانو خبرول بلاخر د ټولو اجتماعی عیبونو پر خلاف مجادله کول دي چي په پای کښی به نو شاعر د خپل روح د ډاډینی او تسلۍ د پاره هم د شعر ویلو حق لري او خپل و روح او عواطفو ته به وده ورکوی ...
د دوهمی پوښتني ځواب خو څرګند دی چي د هرچا خپل شی خوښ وی او د بل شی د ځان کولای نه شي ، نو پښتنو ته د پښتنو ملی او زان ښه دي او پر روح باندي یې ډیره اغیزه او تاثیر لري ، په عوامو کښی به د دیوان والا وو یوه غزله هم د چا په یاد نه وی ، مګر د هغو ملي شاعرانو بدلي چي پر ملي او زانو جوړي شوي دي دهر پښتون زلمي په یاد دي ، پر لارو او مجلسو کښی یې وایي . خو دلته دا خبره هم بايد هیره نه شي کم خدمت چی دیوان والا وو پښتو ژبی ته کړی دی د ډیری ستاینی وړ دی او که موږ ددوی له خدمته سترګی پټوو غټ ظلم بلکه خیانت دی ، نو هم به د دیوان والا وو قدر کوو او هم به تر دې وروسته زیار باسو چی په هره ، توګه چی عوام زموږ خبری اوری او غوږ ورته نیسی باید په هغه توګه وږغیږو او دوی له ځانه سره مله کړو.
د دریمی پوښتنی ځواب هم ښکاره دی . ځکه چی که مونږ پر دې قائل یو چی شعر پر انسانانو اغیزه او تاثیر کوی یاد دوی په ژوند کښی تحول پیښولای شی نو دا هم ضرور باید ومنو چي پښتانه شعراء د ژوند په اوسنۍ دوره کښی باید څه نه څه د خط وخال له دنیا څخه ووزي او په اجتماعي دنیا کښي له شعره کار واخلي ؛ هو ، هره زمانه خپل خواهشات او غوښتنی لري ، شاعر هم مجبور دی د زمانې له حاله سره سم وږغیـــــــږي .
په اوسنۍ دنیا کښي د خط او خال مفهوم له نظره لوېدلی دی که چېری وي هم ډېر لږ دی ، نو پښتنو شاعرانو ته نه ښایی کم مضمون چی نوری دنیا مخ ځني اړولی دی ، دوی اوس هغه ته هڅه وکړي او د هغه په شاوخوا کښي زور ولګوي .