راشد خان: په لوبو کې ښې او بدې ورځې راځي، تر پخوا لا قوي راګرځو

راشد خان: په لوبو کې ښې او بدې ورځې راځي، تر پخوا لا قوي راګرځو


  • 10 مياشتي دمخه (06/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 378

د افغانستان د کرکټ وتلي ستوري راشد خان د سريلانکا پر وړاندې د برخلیک ټاکونکې لوبې له بایللو وروسته، پر خپلو ټولنیزو پاڼو فېسبوک او اېکس (ټوېټر) لیکلي چې په لوبو کې ښې او بدې ورځې وي او په وینا یې دوی به تر پخوا لا پیاوړي راګرځي.  

 ښاغلي راشد خان په دغه بیان کې له خپلو مینه والو هم مننه کړې ده.

دی پرون د اسیا جام په دغې مهمه لوبه کې له ښه بالېنګ وروسته په منډو کې هم ښه وځلېد او تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

په اسیا کپ سیالو کې افغانستان پرون په یوه کمسارې ښه لوبه کې شریلانکا ته په دوو منډو لوبه وبایلله.