د کابل امنیه قومندانۍ اړوند له نشهيي توکو سره د مبارزې منسوبیونو د «K» په نوم ۱۵ زره نشهيي ګولۍ نیولې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې یادې ګولۍ له جرمني هېواد څخه د پوسټ له لارې را استول شوې وې.
نوموړي ویلي، په دې اړه یې یو تن هم نیولی دی.
که څه هم د نیول شوي کس په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، خو سرچینې زیاته کړې چې اوس مهال عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندل شوی.
لاهم نه ده معلومه چې یادې نشهيي ګولۍ د چا له لوري افغانستان ته را انتقال شوې وې.