سېف ده چلډرن: افغانستان کې وضعیت سخت دی، نړۍ باید ورته شا نه کړي

سېف ده چلډرن: افغانستان کې وضعیت سخت دی، نړۍ باید ورته شا نه کړي


  • 1 کال دمخه (07/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 543

د ماشومانو د ساتنې په برخه کې د ملګرو ملتونو ادارې «سېف ده چلډرن» ویلي چې اوس مهال افغانستان په سخت وضعیت کې دی او نړیواله ټولنه باید ورته شا نه کړي.

په افغانستان کې د دغه سازمان مشر ارشد  ملک په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان د وچکالۍ پرله‌پسې درېیم کال تجربه کوي چې ورسره خوراکي موادو او اوبو ته لاسرسی سخت شوی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې افغان کورنۍ او په ځانګړې توګه ماشومان د وچکالۍ د قربانیانو په سر کې دي.

دغه سازمان ویلي، نړیواله ټولنه باید په بروکسل کې د افغانستان په اړه د راتلونکې اوونۍ غونډه کې له افغانستان سره د بشري وضعیت په ښه کېدو کې عملي ژمنې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال په افغانستان کې د اړمنو خلکو شمېر تر پخوا زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، په هېواد کې ۲۹.۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.