د باز ټونګه او د مُلا پټو

د باز ټونګه او د مُلا پټو


  • 1 کال دمخه (07/09/2023)
  • عبدالغفور لېوال
  • 775

یو: 

 

موږ چې واړه وو، د افغانستان نقشه به مو رسموله او د دغې خوږې نقشې د رسمولو پرمهال به د رسم ښوونکي راته ویل:

 افغانستان لکه یو باز داسې دی او (د بدخشان واخان تړانګه) به یې ښوده، چې دا لکه د باز ټونګه.

 

دوه: 

 

د ملانصرالدین د کور شا ته د څو کسانو د شخړې شورماشور شو، مېرمنې ملا ته وویل: 

ته ورشه وه سړیه! چې څه کیسه ده؟

 یخني وه. ملا پټو تر ځان راتاو کړ او ورووت... 

بهر غلو چل جوړ کړی و، د ملا پټو یې ترې واخیست او وتښتېدل.

 ملانصرالدین تشې اوږې راستون شو. 

ښځې وپوښت: څه کیسه وه؟

ملا ووېل: هېڅ. ټوله شخړه زما پر پټو وه. 

 

درې:

 

تېر کال دا وېره توده شوه، چې پاکیستان په هر ډول غواړي د واخان لاره ورخپله کړي او له اقتصادي زنکدن څخه د ځانژغورنې یوه لاره مخامخ منځنۍ اسیا هېوادونو ته ځان‌رسول ګڼي. 

هغه مهال ویښو افغانانو شورماشور جوړ کړ، کیسه لږ چوپه شوه، خو دا دی ګزکي یې اوس راووتله.

د ګیلګیت بېلتستان شخړه دولتي ترهګرو جوړه کړې. هلته شیعه و سني سره نښتي او په دې پلمه پوځ ورغی او پر دغې خودمختارې خو خورا ستراتيژیکې سیمې یې خېټه واچوله.

 نن خبر خپور شو، چې تاجیکستان درې ترهګر هغه وخت وژلي، چې پرون یې ظاهراً له افغانستان څخه د وراوښتلو هڅه کوله. 

نن چترال راوپرځېد. 

اعلان وشو، چې د الفاروق په نامه توغندي به سیمه په اور واړوي. 

هاخوا، د جاني خېلو بکاخېل سیمه - د شویو دعوو له مخې- په امریکايي وسلو سمبالو ټوپکوالو ډکه کړې ده. 

د پاړه چنار او نورو شیعه‌مېشتو سیمو شیعه او سني پښتانه د باروتو پر غونډیو سره ناست دي.

د پښتنو راويښوونکي پښتونژغورنې غورځنګ ته ګواښونه کیږي، نیول کیږي، کړول کیږي او وژل کیږي. 

 په افغاني بدخشان کې وژنې روانې دي او «پردي پردي سرونه» په کې لکه پېریان ګرځي راګرځي. 

 

څلور:

 

څه ناڅه یوه لسیزه پخوا د «خونړیو پولو» د تیورۍ له رابرملاکېدو سره د درېیو نویو واکمنیو د جوړېدو ګونګوسي غږول کېدل؛ په منځني ختیځ کې خپلواک کُردستان، په سهیل‌لویدیزه اسیا کې خپلواک بلوچستان او په پامیرونو (بدخشانونو) کې اسماعیلي خودمختاره اقلیم. هیڅوک د دغو ولسونو د خپلواکۍ له غمه مړه نه ول / نه دي. بلکې خبره د لویو ځواکونو د امنیتي حضور او ترسیوري یې د اقتصادي سیالۍ وه/ ده. 

 

پینځه:

 

چین د سي- پیک لار جوړوي، خو پر ټوله پلان شوې لیکه یې سر له اوسه لا اور بل دی. له قراقروم رانیولې تر ګوادر پورې. پاکیستان په واخان کې لار غواړي، د منځنۍ اسیا هېوادونه هم اشتها لري، چې مخامخ تودو اوبو ته لار ومومي او خپل تولیدات د پاکستان له لارو سمندر ته وباسي.

 چل ټول د افغانستان ټونګې ته جوړ دی. 

 

شپږ:

 

چین سي- پیک جوړوي، امریکا یې په هرقیمت مخه نیسي، پاکیستان او منځنۍ اسیا هېوادونه واخان غواړي. د هر یوه د ماموریت لپاره نیابتي وسله والې ډلې په کار دي، دا اجیرې ډلې د اسلام تر نامه لاندې جنګول کیږي، تور اسلام بېل دی، سپین اسلام بېل، اخواني - تنظیمي اسلام یو دی او د القاعدې سلفي اسلام بل، د تشیع اسلام جدا او اسماعیلیه هغه ځانته. 

دا ډلې ډلګۍ به ټولې د جګړو ډګرونو ته ورکوزیږي. 

ویښ و هوښیار ملتونه د لوبې لوري دي. 

په خوب ویده او ناهوښیار ملتونه قربانیان.

هو، بس یوازې قربانیان. 

 

کیسه ټوله زموږ پټو ته جوړه ده