د سرپرست حکومت ویاند وايي، کرزی د یو عادي افغان په څېر دی او د نظام استازیتوب ته یې نه پرېدو.
نوموړي ویلي چې اوس مهال په هغه هیڅ بندیزونه نشته او د عامو افغانانو په څېر د ژوند له ټولو حقونو برخمن دی.
که څه هم د حکومت ویاند ویلي چې کرزی اوس مهال له بهرنیو میلمنو او افغانانو سره په عادي ډول لیده کاته کوي؛ خو کرزي ته نږدې څېرې شهزاده مسعود بیا ویلي، چې اوسني حکومت پر هغه بندیزونه لګولي دي.