د بې پولې ډاکټرانو ټولنه: افغان میندو او ماشومانو ته د خدماتو رسول حیاتي دي

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه: افغان میندو او ماشومانو ته د خدماتو رسول حیاتي دي


  • 1 کال دمخه (08/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 585

د بې پولو ډاکټرانو ټولنه وايي، چې په افغانستان کې میندو او نویو زېږدلو ماشومانو ته روغتايي خدمات وړاندې کول د دوی لپاره تر ټولو ډېر حیاتي اهمیت لري. 

یادې ټولنې تېره ورځ پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو روغتیا ته پام او  د دوی د مرګونو ناروغیو کمول یې د ماموریت مهمه برخه ده.

سرچینې زیاته کړې چې په ۲۰۲۲ کال کې یې روغتیايي ټیمونو نژدې ۴۳ زره نویو زېږونونو سره مرسته کړې، چې نیمايي یې د جراحي عملیاتو په واسطه شوي دي.

یاده ټولنه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې اوس مهال هېواد په ۳۰۰ ولسوالیو کې خلک معیاري روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.