د کورنیو چارو سرپرست وزیر د پخواني حکومت چارواکو ته بلنه ورکړې چې بېرته هېواد ته راوګرځي.
نوموړي بامیانو ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې په بهر کې ټول مشران دې په خپل وطن کې د یو سپینږیري او مشر په توګه ژوند وکړي.
هغه په خپلو خبرو کې د کریم خلیلي او محمد محقق نومونه اخیستي او زیاته کړې یې ده چې که بېرته را وګرځي، نو خلکو ته به د امن پیغام ورکړي او د افغانستان یووالی به نور هم ټینګ شي.
سرپرست وزیر دغه راز ویلي، د هر هغه چا هرکلی کوي چې دوی ته د ښه نیت له مخې د افغانستان د ابادۍ لپاره لاس ورکوي.
د حقاني په خبره، دوی د هیچا لپاره د غچ اخیستې فکر نه لري او د نړۍ لپاره یې د تعامل دروازې خلاصې دي.
د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت تر دې وړاندې هم په بهر کې پر مېشتو افغانانو او د پخواني حکومت پر چارواکو غږ کړی چې بېرته خپل هېواد ته را ستانه شي.