لغمان کې ترافیکي پېښې دوولس کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

لغمان کې ترافیکي پېښې دوولس کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې


  • 1 کال دمخه (08/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 572

د کابل - جلال اباد پر لویه لاره د یو سورلۍ موټر د چپه کېدو له امله دوه تنه مړه او لس نور ژوبل شوي دي.

د لغمان امنیه قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي سمسور نیوز ته ویلي، چې دغه پېښه نن غرمه مهال د لغمان اړوند په  «محمد علي کڅ» سیمه کې رامنځته شوې، چې له امله یې دوه تنه مړه او د یوې ښځې په ګډون لس نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، دغه ترافیکي پېښه د یوې بکسې د چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې ده.  

هغه ویلي، چې د پېښې ټپیان د لغمان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. 

د یادې ترافیکي پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې.

په دې وروستیو کې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې ترافیکي پیښې زیاتې شوې دي، چې تر ډېره یې لاملونه د موټر چلوونکو بې احتیاطي او تر حده چټک سرعت یاد شوي دي.