د بهرنیو چارو وزارت د تورخم دروازې تړل کېدو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان حکومت د افغانستان د مېوو د پخېدو پر وخت په عادي پلمو دروازې بندوي، چې دا چاره، خپله د پاکستان پر زیان هم تمامیږي.
بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې د افغانستان له لارې له مرکزي اسیا سره وصل کېدو ته په اشارې لیکلي، د دروازو تړل به د پاکستان صادراتو ته هم لوی زیان ورسوي.
اوسني سرپرست حکومت ویلي، چې تر دې وړاندې بلوچستان کې پر اینځرو بار لارۍ د پاکستاني پولیسو پوستې ته څېرمه وسوځول شوه، چې د دوی اندېښنې یې راپورته کړې.
اعلامیه کې راغلي، چې دوی د خبرو اترو له لارې د دا ډول ستونزو حل ته ژمن دي؛ خو که څوک پر خبرو باور نه لري، نو د ور اوښتونکو زیانونو مسؤلیت یې خپل دی.