د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر ادعا کړې چې په چترال کې د ټي ټي پي ډلې برید د افغانستان له خاوې تنظیم شوی و.
پاکستاني رسنیو د سرفراز احمد بوګټي له قوله ویلي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) پاکستان کې د بریدونو لپاره له افغان خاورې کار اخلي.
دغه پاکستاني چارواکي د اسلامي امارت له چارواکو غوښتي، چې د دوحې تړون هغه ژمنه عملي کړي، چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.
خو اسلامي امارت تر دې وړاندې په وار، وار ټینګار کړی، چې د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته ګواښ نهشته او دې کار ته اجازه هم نه ورکوي.