پاکستان: افغانستان د تورخم دروازې د تړلو په دلیل ښه خبر دی

پاکستان: افغانستان د تورخم دروازې د تړلو په دلیل ښه خبر دی


  • 1 کال دمخه (11/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 548

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تورخم دروازې د تړلو په اړه د سرپرست افغان حکومت اعلامیې په غبرګون کې ویلي، چې افغانستان د دغې دروازې د بندېدو په دلیل ښه پوهېږي. 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي، چې د سرپرست افغان حکومت له خوا د پاکستان په خاوره کې د پوستې جوړول د منلو نه ده، ځکه دا د دغه هېواد واکمني نقض کوي.      

هغې زیاته کړې، د چهارشنبې په ورځ کله چې د افغان ځواکونه د «ناقانونه» تاسیساتو له جوړېدو منع شول، د سوله‌ییز حل پر ځای یې بې ځایه ډزې وکړې او د پاکستان نظامي پوستې یې په نښه کړې. 

تر دې وړاندې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې د پاکستان له خوا د تورخم دروازې تړل او پر افغان ځواکونو ډزې د ښه ګاونډیتوب خلاف عمل دی.