حج اوقافو وزارت: سږکال له هر حاجي اضافه شوې پیسې بېرته ورکوو

حج اوقافو وزارت: سږکال له هر حاجي اضافه شوې پیسې بېرته ورکوو


  • 1 کال دمخه (12/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 612

د حج او اوقاف وزارت چارواکي وايي، د روان کال حج مراسمو کې ګډون کوونکو حاجیانو ته به ۱۰۸ ډالر او څلور افغانۍ بېرته ورکړي.

د یاد وزارت چارواکو دغه څرګندونې نن سه‌شنبه د وږي ۲۱مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وکړې. 

دغه پیسې د سږکال حج مراسمو کې د حاجیانو له لګښت «اضافي» شوې چې دغه وزارت یې بېرته حاجیانو ته سپاري.

د حج او اوقاف وزارت د چارواکو په وینا، په کابل کې حاجیان د خپلو پاتیو پیسو د ترلاسه کولو لپاره کولای شي یاد وزارت ته مراجعه وکړي.  

په ولایتونو کې حاجیان د خپلو پاتیو پیسو اخیستلو لپاره د حج او اوقاف وزارت اړوند ریاستونو ته ورتللی شي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال د حج مراسمو ادا کولو لپاره پر هر حاجي ۳۹۲۴ ډالره لګښت راغلی دی.