ډبلیو ایف پي له اړمنو افغانانو سره د مرستې غوښتنه کړې

ډبلیو ایف پي له اړمنو افغانانو سره د مرستې غوښتنه کړې


  • 1 کال دمخه (12/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 473

د خوړو نړیوال پروګرام یوځل بیا په راروان ژمي کې له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره له مرستندویه هېوادونو څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.   

په افغانستان کې د دې سازمان څانګې نن پر خپل ایکس پاڼه لیکلي، چې دا اداره په خپله سږنۍ بودیجه کې له ۶۰ سلنه کموالي سره مخامخ ده.

یادې ادارې لیکلي، چې افغانستان له ډېرو زیانګالو او ځپل شویو هېوادونو څخه دی چې لس میلیون وګړي یې سږکال له ژوند ژغورونکو مرستو بې برخې شوي دي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان مشرې «هسیاو وي لي» په یوه تازه ویډیويي پیغام کې په راروان ژمي کې ۲۱ میلیون اړو افغانانو ته د خوړو د رسولو لپاره له نړیوالو د یو میلیارد ډالره بسپنې غوښتنه کړې.