افغان لوبغاړې فاطمې جامي تکواندو سیالیو کې د سرو زرو مډال وګاټه

افغان لوبغاړې فاطمې جامي تکواندو سیالیو کې د سرو زرو مډال وګاټه


  • 1 کال دمخه (12/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 502

د تکواندو سیالیو افغان لوبغاړې فاطمې جامي د تکونداو په ازادو سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی دی.

دغه سیالۍ تېره ورځ د بیروت په لبان ښار کې ترسره شوه او جامي وتوانېده، چې خپل دوه سیالان، لبانانی «لن کنج» او اردنی «نیا الکیالي» په پر له پسې لوبو کې مات او د دغو سیالیو اتلولي وګټي.

په دې سیالیو کې له ۲۸ هېوادونو څخه ۲۱۳ لوبغاړو ګډون کړی وو.

هغې تر دې وړاندې هم په متحده عربي اماراتو، ترکیې او جنوبي کوریا کې د سرو زرو، سپینو زرو او برونزو مډالونه ګټلي وو.

د بیروت د تکواندو په ازادو سیالیو کې د ۱۴۴ سانتي متره پر لوړوالي بلې افغانې لوبغاړې، ملکې بربري هم ګډون کړی و. دغې لوبغاړې د لبنان ماریا دېب پر وړاندې دوه پر یو ماتې وخوړه او د سپینو زرو د مډال کټونکې شوه.

تمه کېږي چې د دغو سیالیو پر دویمه ورځ د افغانستان د نارینه لوبغاړو له ډلې حسام حامدي د شیاپ جانګ پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي.