په تېر پوسټ کې مې ټوکه لیکلې وه چې پر ځینو ښه نه وه لګېدلې. زه ټوکو ته بېخي په بله سترګه ګورم. ټوکې د ټولنې هېندارې او د حکمت چینې دي. هره ټوکه، ان هغه چې تاسو ته ډېره قبیحه او سپکه ښکاري، هغه هم له حکمته ډکه ده. موضوع په جوماتونو او مدرسو کې له ماشومانو سره لواطت او د هغوی جنسي ځوروونه وه. نن سبا به تاسو د داسې پېښو ویډیوګانې کتلې یا کیسې اورېدلې وي. ځینو دوستانو ویلي وو چې د دې ستونزې حل لاره راوښيي نو د دې ټولنیز آفت د معرفۍ او مخنیوي په اړه د لیکنو لړۍ پيلوم. که په چا باندې د خپل اولاد، خویندو، او وروڼو عزت ګران وي، دغه لیکنې دې په غور ولولي او لارښوونې یې عملي کړي.
دا باید ومنو چې د ماشومانو جنسي ځوروونه په هر ځای او هره ټولنه کې شته او خورا عامه ده، تر هغه څه چې موږ یې تصور کوو، څو چنده زیاته. هغه څېړنه چې د امریکا متحدو ایالتونو د ناروغیو د کنټرول مرکز ترسره کړې ده، ښيي چې په هرو شپږو هلکانو او په هرو څلورو نجونو کې یو تن، یعنې ۲۵ فیصده نجونې او تقریباً ۱۷ فیصده هلکان تر ۱۸ کلنۍ پورې له جنسي سؤ استفادې سره مخامخ شوي دي.1 په ۲۰۰۸ کې د امریکا په متحدو ایالتونو کې ۶۹۱۸۴ ماشومان د جنسي ځوروونې قربانیان شوي دي.2 بله څېړنه وايي چې لږ تر لږه ۱۲ – ۳۵ فیصده امریکايي مېرمنې او ۴ – ۹ فیصده امریکايي نارینه په ماشوماتوب کې د ناوړه جنسي استفادې د ځینو بڼو ښکار شوي دي.3 له بده مرغه په شرقي ټولنو کې چا داسې سروې نه ده کړې نو د نورو موضوعاتو په شان د جنسي ځوروونې مسئله هم پټه پاتې ده. خو په امریکا کې چې له هغومره قوي نظارتي او پوهاوي سره سره د ماشوم ځوروونې پېښې دومره ډېرې دي، زموږ په هېواد کې چې نه ماشوم خپل حق پېژني، نه څوک خپل اولاد ته د جنسي ځوروونې د مخنیوي لپاره خبرې کوي، او نه نظارتي سیستمونه شته، د داسې پېښو فیصدي به څومره وي؟
د ماشومانو جنسي ځوروونه څه ده؟
له جنسي تماس، جنسي فعالیت یا جنسي چلند سره د ماشومانو مخامخ کول یا یې ورباندې کول، ناوړه جنسي استفاده بلل کېږي. ناوړه جنسي استفاده د خولې، مقعد، فرج، کوناټو او تیونو لمس کول رانغاړي. همدارنګه د هغو شیانو استعمال هم چې په فرج او مقعد کې ننه ایستل کېږي، یا دغه غړي ورباندې نازول کېږي یا تحریک کېږي، هم جنسي ځوروونه ده. د سکسي عکسونو یا فلمونو لپاره د ماشومانو استعمال، یو ماشوم/ ماشومه بل چا ته بې لارې معرفي کول، له نامناسبو خواهشاتو، د جنسي آلت له ښودلو او شهواني شیانو سره د ماشوم تحریک کول هم د ناوړه جنسي استفادې نورې بڼې دي. همدارنګه ماشوم ته په شهوت سره کتل، سکسي خبرې ورته کول او د هغه په وړاندې ځان لوڅول هم جنسي ځوروونه ګڼل کېږي.
جنسي ځوروونه څوک، څنګه، څه مهال او چېرته کوي؟
اکثراً هغه کسان له ماشومانو څخه جنسي استفاده کوي چې ښه یې پېژنو او باور ورباندې لرو. معمولاً د ماشومانو خپل ملګري، همزولي او یا تر دوی مشران هلکان چې ورسره یو ځای لوبې یا تعلیم کوي، نږدې قریبان مو چې ورسره فامیلي تګ راتګ کوو او په کور کې یې شپه کوو، یا دوی راکره شپه تېروي، ګاونډیان، د کوڅې دوکانداران، معلمان، ملایان، د بس او موټر سپرلۍ او داسې نور کسان دي. د امریکا متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت وايي چې د جنسي ځورونې په مرتکبینو کې یوازې ۱۰ فیصده یې پردي دي، پاتې نور یې شناخته خلک او ۲۳ فیصده یې پخپله ماشومان دي.
هغه لویان چې له ماشومانو څخه جنسي استفاده کوي مختلف تکتیکونه کاروي. دوی که د ماشومانو قریبان وي، معمولاً لومړی هڅه کوي چې د ماشومانو او د هغوی د کورنۍ اعتماد خپل کړي. دوی ځان مهربانه او ښه سړی معرفي کوي؛ په کارونو کې ورسره مرسته کوي؛ ماشومانو ته ډالۍ اخلي؛ وايي زه به په درسونو کې ورسره مرسته وکړم او کله کله ماشومان چکر ته بیايي او په دې رقم د هغوی په ژوند کې ځان ته ځای ګوري. وروسته بیا په مختلفو پلمو د ماشومانو بدن لمس کوي، مثلاً وايي «ته ودرېږه چې ودې تخنوم.» په دې کار سره د ماشوم حساسیت کموي او بالاخره جنسي تماس ته لاره هواروي. دوی ماشومانو ته وايي چې دا به زما او ستا تر منځ راز وي. دا راز به چا ته نه وایې. ځینې نور بیا له خپل مقام او اتوریتې څخه کار اخلي او ماشومان مجبوروي چې د دوی غوښتنې ته غاړه کېږدي. دا کار معمولاً ملایان، مدرسان، معلمان او د مکتبونو مدیران کولی شي. دوی معمولاً ماشومان ډاروي او ګواښي یې چې که دا خبره دې پټه وساتي. خصوصاً زموږ په ټولنه کې چې ماشومان د لویانو او مشرانو بې قید او شرطه احترام ته هڅول کېږي او په کور کې باید د هر مشر (پلار، نیکه، تره، مشر ورور) خبره خامخا ومني او په جومات او مکتب کې هم په عین روحیه روزل کېږي نو ماشومانو ته د دې مشرانو هره خبره د منلو ښکاري. د ماشومانو همزولي یا تر دوی مشر هلکان بیا معمولاً د لوبې په وخت کې او د لوبې په نامه دا کار کوي. دوی ممکن سکسي خبرې وکړي، د ماشومانو مخصوصو غړو ته لاس وروړي، او دا چې د جنسي غړو لمس کول، ممکن ماشوم ته خوند ورکړي نو همداسې کار مخ ته درومي. دوی بیا ماشومانو ته وايي: «ګوره! که دا خبره بل چا ته وکړې نو زه به ورته ووایم چې ده پخپله وویل چې راشه داسې وکړو.» نو همدا وي چې رازونه پټ پاتې کېږي.
د هر بل نااخلاقي کار په شان، د ماشومانو جنسي ځوروونه هم په خفا او خلوت کې کېږي. هغه مهال چې بل څوک نه وي، په کور، د جومات په حجره، د مکتب په اداره یا صنف، یا د دوکان په پسخانه کې ماشومان ځورول کېږي.
مېرمن نتاشا دانیل چې په امریکا کې د ماشومانو ارواپوه او درملګره ده، وایي: «زه هره اونۍ د جنسي ځورونې قرباني شوي ماشومان ګورم. اکثره یې تر پنځو کلونو کم عمره وي. تقریباً دغه ټول ماشومان هغه کس پېژني چې له دوی څخه یې ناوړه جنسي استفاده کړې ده او اغلباً دا کس بل ماشوم وي. د دوی میندې پلرونه راته وايي چې دوی فکر نه کاوه چې له اولاد سره به یې داسې کېږي. دوی وايي موږ خپل ماشومان هېڅکله له پردیو سره نه دي پرې اېښي، هر وخت مو هغوی تر خپلو سترګو لاندې ساتلي دي. خو زه ورته وایم چې ستاسو ماشومان لوبو ته نه ځي؟ دوی وړکتون ته نه ځي؟ د خپل کاله شاوخوا ته ملګري او خپلوان نه لرئ؟ ماشومان مو د ګاونډیو په کور کې لوبې نه کوي؟ نو خبره دا ده چې تاسې نه شئ کولی خپل ماشومان له جنسي ناوړه استفادې څخه یو مخ وساتئ. هغه ماشومان چې ما کتلي دي، د لوبو په ځایونو، صنف، د مکتب بس، خپل انګړ، او هغه مهال چې چېرته یې شپه کړې ده، له ناوړه جنسي استفادې سره مخ شوي دي.»