آی او ایم: راستنېدونکي افغان کډوال له تر ټولو زیان‌ګالو ډلو دي

آی او ایم: راستنېدونکي افغان کډوال له تر ټولو زیان‌ګالو ډلو دي


  • 1 کال دمخه (13/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 472

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، چې راستنېدونکي افغانان په افغانستان کې له تر ټولو زیانګالو ډلو دي.

د دې سازمان د افغانستان څانګې پرون په خپل اکس پاڼه لیکلي، چې یوازې د روان میلادي کال په اګست میاشت کې د دوی ګمارل شویو ډلو ۵۰ زره او ۷۴۷ راستنو شویو ته د نقدو پیسو، خوړو او د کور د ضروري وسایلو مرستې برابرې کړي دي.

یاد سازمان ویلي، چې دغه افغانان د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو خپل هېواد ته ستانه شوي دي. 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تېره اوونۍ له ایران او پاکستانه د څه باندې ۲۰۰۰ افغانانو د ستنېدو خبر ورکړی و.

د کډوالۍ نړیوال سازمان داسې مهال دا خبره کوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو، ایران او پاکستان د افغان کډوالو د را اېستلو لړۍ تېزه شوې ده.