د افغانستان لپاره د چین نوي سفیر خپل باور لیک رئیس‌الوزرا ته وسپاره

د افغانستان لپاره د چین نوي سفیر خپل باور لیک رئیس‌الوزرا ته وسپاره


  • 1 کال دمخه (13/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 651

د ا سلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د چین او افغانستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړې.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي نن د چین د نوي سفیر په پېژند غونډه کې ویلي، چې دوی په تېرو کلونو کې له چین سره غوره سوداګریزې، اقتصادي او سیاسي اړیکې درلودې او هیله لري چې په دې برخه کې لا کوټلي ګامونه واخیستل شي.

په همدې حال کې د چین نوي سفیر جاو شینګ ویلي چې هېواد یې د افغانستان خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتیا او پرېکړو ته درناوی لري او هیڅ وخت یې په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي.

نوموړي ویلي، چین نه غواړي افغانستان د خپل نفوذ ساحه وګرځوي او هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رغنده اړیکو په جوړولو کې خپل رول په ښه شکل ادا کړي.

د یادونې وړ  ده چې تر دې وړاندي وانګ يي په کابل کې د چین د سفیر په توګه دنده ترسره کوله.