په افغانستان کې مطبوعاتی او فرهنګې بهیر ته لنډه کتنه


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • شيرزوې
  • 1421

لومړې برخه :
مطبوعات چې تر اوسه په نړیواله کچه د دیموکراسی د ارزشتونو په منځ کي د یوه ځواک په توګه وړاندیون کړی څرګندیږي . چی يوه ځوانه ، تازه ، ټولنيزه ، پياړوﺉ او ډيره اغيزه ناکه پديده ده .  همدغه مطبوعاتې خپرونې د ملتونو د ارزښتونو د درنې دندي تر ځنګ د ښونې او روزنې او د ټولنو د پوهوي او وړاند يون ستره وسيله ده .
زمونږ په ګران هيواد افغانستان ګې د خپرونو پيل د امير شيرعليخان د واکمنې د دويمې دورې (۱۸۶۸  ، ۱۸۷۹ ، م )(  ۱۲۸۷ ، ۱۸۷۰ ، هجری شمسی کال کې د مطبوعاتو تر راوړلو ورسته وشوه ، چې تر دې ورسته کتابونه ، پوستې ټکټونه ، کليزونه ، وثا يقا او جرايد  خپاره شول چې لومړې جریده په هيواد کې ( شمس النهار ) کابل و چې په لنډ ډول ېې په پيږندګلوي نيسو .
شمس النهار :
زمونږ په هيواد افغانستان کې لومړې ځل په ۱۲۹۰ ه ش کال کې چې اميرشيرعلې خان دوهم ځل واکمنې ته ورسيد شمس النهار جريده چاپ او خپره شوه ددي جريدې قطعه او کچه ( ۸х ۱۲
انچه مضمامين او مطالب یې په يوه ستون کې برابر خپريدل د جرپدې په بل مخ کې د شمس النهار ، څلور بيتونه ، شمير ، ګڼه ، په هجرې قمرې سنه د خپريدو نيټه او دوه زمريان لیدل چې د هرې يوه په لاس کې د جريدې نوم او په دوه نورو لاسونو کې یې تورې نيولې وي او د زمريانو پښې د ښامارانو پر لکيو ايښي او خولۍ يې خلاصې نيولې دي . ددې خپرونې د خپریدو بر مهال په هيواد کې بله خپرونه نه و نو ځکه د لومړې توب مقام لري . دا جريده به کله په اونې کي او کله به هم په پځلس ورځو کې يو وار خپريدله په همدې توګه  ( ۱۲۵۲ څخه د ۱۲۵۵ پورې ۴۰ ګڼې چاپ او خپرې شوی دي .
د کابل يو تن استوګن چې میرزا عبدالعلې خان نوميده ددې جريدې مسول مدير پاتې شوې دي دې جريدې ځانګړې خبريالان په کور دننه درلودل ، د کورنيو او بهرنيو خپرو نو لپاره یې صفحې ځانګړی وي همدا راز بهرنې خبرونه او مطالب يې هم د يو شمير اخبارو څخه لکه ( راچپوتانه اخبار ، اخبار عالم لاهور ، اخبار انجمن پنجاب ، کوه نور اخبار ، طلسم حيرت ، لوح محفوظ او نورو څخه يې چې هغه انګريزې ، عربې ، اوردو او ترکې ژبو وو اخيستل  د بهرنې مطالبو په اړه د مٍثال په توګه ويلې شو چې په لسمه ګڼه کې يې د لندن ، امريکا ، چين ، روس او روم په اړه خپرونه او مطالب درلودل .
په ډيره مينه
ادامه لري
ما خذ :   ارشاد اورنګريب  ، افغانستان پيژندنه  کابل افغانستان  کال ۱۳۸۴