روسیې او اوکراین یو د بل په بندرونو بریدونه کړي چې په پایله کې یې دواړو لورو ته لږ تر لږه ۳۰ کسان ټپیان شوي دي.
د کریمیا لپاره د روسیې ټاکل شوي والي «میخایل رازوژیایف» ویلي چې اوکرایني ځواکونو د کریمیا د سېواستوپل ښار پر یو بندر ۱۳ توغندیز بریدونه کړي دي.
د هغه په خبره، دا توغندي د بېړیو پر یو تمځای لګېدلي، چې له کبله یې ۲۴ کسان ټپیان شوي.
نوموړي ویلي، د بریدونو له کبله پراخه اورلګېدنه هم رامنځته شوې، خو د زیانونو په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
بل لورته اوکرایني چارواکي وايي، چې روسیې د اودیسا ښار اړوند د « ازمائېل» سیمې د غلو دانو پر یو بندر د ډرون بریدونه کړي، چې له کبله یې شپږ کسان ټپیان شوي او بندر ویجاړ شوی دی.
دواړه لوري په داسې حال کې پر یو بل بریدونه کوي، چې تېره میاشت د اوکراین ولسمشر ویلي چې د سپټمبر میاشت به د دوی د بریا میاشت وي.