لیبا کې سیلابونه؛ پنځه زره مړه او لس زره کسان ورک دي

لیبا کې سیلابونه؛ پنځه زره مړه او لس زره کسان ورک دي


  • 1 کال دمخه (14/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 489

لېبیایي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې په وروستیو سېلابونو کې د ورکو شویو کسانو شمېر لس زره تنو ته رسېدلی دی.

په یادو سیلابونو کې د ۵ زره او ۱۰۰ کسانو د وژل کېدو شمېر تائید شوی، خو ښايي دا تلفات نور هم لوړ شي.

د یادونې ده چې په مدیترانې کې د تېرې یکشنبې په شپه توپان د لیبیا په ختیځو برخو کې د سختو سېلابونو لامل شو  چې د دغه هېواد درنه ښار یې ټول ویجاړ کړی.

د اوبو د بندونو د نړېدو له امله د درنې ښار تر ټولو زیات زیانمن شوی دی.

تېره ورځ درنې ښار ته یو شمېر وګړي بېرته ور وګرځېدل.