د افغانستان د والیبال ملي لوبډله چين ته روانه شوه

د افغانستان د والیبال ملي لوبډله چين ته روانه شوه


  • 1 کال دمخه (14/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 446

د افغانستان د واليبال ملي لوبډله په اسیایي المپيکي سياليو کې د ګډون په موخه د دې هېواد هانګ‌جو ښار ته روانه شوه.  

د چين په کوربتوب په اسیایي المپيکي سياليو کې به د واليبال سيالۍ د روانې سپټمبر مياشتې په ١٩مه نېټه پيل شي.

یاده لوبډله د دغو سياليو په «ایف» ګروپ کې له جاپان، اندونیزیا او فيلپين هېوادونو سره لوبې لري. 

د واليبال ملي فدراسیون د معلوماتو له مخې، د واليبال ملي لوبډلې ته تر دې سياليو وړاندې ١۵ ورځنی تمريناتي کمپ هم ورکړل شوى، چې  بشپړ چمتووالی لري. 

ټاکل شوې چې د چين په کوربتوب اسیايي المپيکي سيالۍ د سپټمبر میاشتې پر ۲۳مه نېټه پيل شي، چې له افغانستان څخه هم په دې سياليو کې د واليبال په ګډون د ۱۷ ورزشي رشتو تر سلو زيات ورزشکاران ګډون کوي.