د پاکستان اقتصادي کړکېچ؛ پي آی اې خپلې څو الوتکې دروي

د پاکستان اقتصادي کړکېچ؛ پي آی اې خپلې څو الوتکې دروي


  • 1 کال دمخه (15/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 388

پاکستان د خپل روان بد اقتصادي وضعیت له امله د پي آی اې هوایي شرکت د پنځو الوتکو فعالیت ځنډوي. 

د پاکستان د ملي هوایي شرکت یا (PIA) ویاند عبدالله خان  ویلي، چې دا هوایي شرکت اوس‌مهال له سختو مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.   

پاکستان په داسې حال کې دا الوتکې دروي، چې د دغه هوایي شرکت نږدې نیمایي الوتکې زړې شوي او اوس د هغو لپاره د پرزو او وسایلو رانیولو ته حیران دی.   

د امریکايي رسنۍ بلومبرګ د راپور له مخې، پي آی اې له بهرنیو شرکتونو الوتکې هم په کرایه کړي، چې د کرایې پیسې یې نه شي برابرولی. 

د پي ای اې چارواکو په وینا، دوی باید دې شرکتونو ته د کرایې لپاره سل میلیونه ډالر ورکړي.    

پاکستاني رسنیو وېره ښودلې، چې که حالات همداسې روان وي، ښایي روانه میاشت د پي آی اې ټولې الوتکې له الوتنو ووځي.   

د بلومبرګ د راپور پر اساس، پر پي آی اې د بهرنیو شرکتونو پور تر دوه نیم میلیون ډالرو اوړي، چې دا د دې شرکت د ټولې شتمنۍ پنځه برابره ده.  

پي آی اې ټولټال ۳۱ الوتکې لري، چې له ډلې یې شااوخوا ۱۵ په کرايه نيولي دي.

پاکستان کې دا خبر داسې مهال خپرېږي، چې دغه هېواد تر بل هر وخت زیات، له سخت اقتصادي او سیاسي بحران سره مخامخ دی.