له لس ورځې ځنډ وروسته؛ د تورخم دورازه پرانېستل شوه

له لس ورځې ځنډ وروسته؛ د تورخم دورازه پرانېستل شوه


  • 1 کال دمخه (15/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 567

نن سهار د تورخم دورازه دواړو لورو ته د مسافرو او بار وړونکو موټر پر مخ پرانېستل شوه..

تېره شپه ناوخته د تورخم کمیسیار عصمت الله یعقوب ویلي چې دا دروازه د ورځې شاوخوا اته بجې پرانېستل شي.

د هغه په خبره، د دروازې د پرانېستلو خبر ورته پاکستاني لوري ورکړی.

په همدې حال تېره ورځ په کابل کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د پاکستان له شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني سره په کتنه په دې اړه خبرې کړې وې.

د یاد وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل لیکلي، چې په لیدنه کې د تورخم دروازې د پرانېستو ترڅنګ د افغان کډوالو د نیولو او په کراچۍ کې د افغان سوادګرو د ټرانزیټي مالونو د بندیز په اړه خبرې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې د تورخم دروازې تړل کېدو له کبله د داړو غاړو سوداګرو ته شاوخوا ۴ میلیونه ډالره زیان اوښتی وو.