پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه؛ بین‌الوزارتي کمېټه جوړه شوه

پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه؛ بین‌الوزارتي کمېټه جوړه شوه


  • 1 کال دمخه (17/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 566

د سرپرست حکومت د مشرتابه د ځانګړي فرمان پر بنسټ، کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټه رامنځته شوه.  

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت له لوري په خپره شوې خبر ياڼه کې راغلي، چې د امیرالمومنین د فرمان او د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال په لارښوونې او د اقتصادي کمېسیون د ۱۴۴۵ قمري کال د دویمې ګڼې مصوبې پر بنسټ، د پانګونې د بین‌الوزارتي کمېټه رامنځته او لومړنۍ غونډه يې ترسره شوه.  

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د اقتصادي مرستیال ځانګړي سکرتر مولوي عبدالله عزام ویلي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره، افغانستان د اقتصاد په ډګر کې لومړني ګامونه اخیستي دي.  

هغه زیاتوي، دغه کمېټه به کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې او په امارتي ادارو کې به له بیروکراسۍ مخنیوی وکړي. 

د دغې غونډې په پای کې پرېکړه شوې، چې ټول اړونده وزارتونه د درېیو ورځو په لړ کې، د دغې کمېټې د کړنلارې د غني کېدو په موخه خپل نظرونه په لیکلې بڼه د نوموړې کمېټې له دارالانشا سره شریک کړي او د نظرونو تر یووالي وروسته به یوه جامع کړنلاره ترییب او د منظورۍ لپاره به اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړل شي. 

دا کمېټه په داسې حال کې جوړېږي، چې سرپرست حکومت تر دې وړاندې پانګوالو ته د هر ډول اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړی دی.