د خوړو نړیوال پروګرام یو وار بیا میلیونونو افغانانو ته د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
ډبلیو ایف پي تېره ورځ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دوی په اوسني سخت وضعیت کې افغانستان یوازې نه شي پرېښودی.
د یاد سازمان له لوري په خپاره شوي بیان کې راغلي، چې دوی په را روان سخت ژمي کې د میلیونونو افغان کورنیو د ژغورلو لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.
د دغه سازمان په وینا، ناامنیو، وچکالۍ او اقتصادي بحران افغانستان سخت زیانمن کړی دی.
تر دې مخکې د خوړو نړیوال سازمان اعلان کړی و چې د بودیجې د نشتوالي له امله یې په افغانستان کې له لسو میلیونو وګړو سره مرستې بندې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې دا مهال څه باندې ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.