پروان کې د برېښنا شرکت یو کار کوونکی برق نیولی او مړ شوی

پروان کې د برېښنا شرکت یو کار کوونکی برق نیولی او مړ شوی


  • 8 مياشتي دمخه (18/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 402

د پروان ولایت په مرکز چاریکار کې د برېښنا شرکت یو کار کوونکی د برېښنا نیونې له امله ژوند بایللی دی. 

د پروان د برېښنا شرکت رئیس انجینر عارف احمدي ویلي، چې دغه پېښه نن دوشنبه د (وږي په ۲۷مه) د مرکز چاریکار په «جیکل» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.   

ښاغلی احمدي زیاتوي، دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې دغه کار کوونکی د برېښنا پایې د یو لین پر جوړېدو بوخت و. 

د لالا اغا په نوم دغه ۴۵ کلن کس د پروان د جبل‌‌السراج ولسوالۍ اوسېدونکی و.  

ویل کېږي، نوموړي له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې په پروان کې له برېښنا شرکت سره په تخینکي برخه کې کار کاوه.