نن په افغانستان کې له زده کړو د نجونو د محرومیت دوه کاله پوره شول

نن په افغانستان کې له زده کړو د نجونو د محرومیت دوه کاله پوره شول


  • 1 کال دمخه (18/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 506

نن دوشنبه (د وږي ۲۷مه) په افغانستان کې د سرپرست حکومت له لوري د نجونو پر زده کړو د لګېدلي بندیز دوه کاله پوره شول.  

له دې سره هم‌مهاله د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانېستلو غوښتنه کړې ده. 

دغه سازمان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغان نجونو راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ دی او باید سمدستي اقدام وشي.  

په ورته مهال، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترېش هم یو وار بیا افغان نجونو پر زده‌کړو د لګېدلي بنديز د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.     

ښاغلي ګوتریش پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دا اقدام د بشري حقونو نه توجيه کېدونکی نقض دی او افغانستان ته اوږدمهاله زيانونه اړوي. 

هغه د نجونو پر زده کړو د لګېدلي بنديز پر دوام اندېښنه څرګنده کړې ده.

د اوسني حکومت چارواکو په وار، وار ویلي، چې دغه بندیز لنډمهالی دی؛ خو د دوه کلونو له تېرېدو وروسته یې هم اقدام نه دی کړی. 

سرپرست حکومت د تېر کال په ډسمبر کې د نجونو پر لوړو زده کړو هم بندیز ولګاوه. 

د حکومت دا ګام په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مل و.