تر اوږدو مذاکراتو وروسته؛ ایران او امریکا بندیان تبادله کړل

تر اوږدو مذاکراتو وروسته؛ ایران او امریکا بندیان تبادله کړل


  • 1 کال دمخه (18/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 493

ایران او امریکا تر اوږدو خبرو اترو وروسته، نن دوشنبه د یوې معاملې په ترڅ کې بندیان تبادله کړل. 

د قطر یوې الوتکې نن پنځه امریکایي بندیان او د هغو دوه تنه خپلوان له تهران څخه قطر ته ورسول.  

د دې بندیانو د تبادلې موافقه د دواړو هېوادونو ترمنځ له څو میاشتنیو خبرو وروسته وشوه.  

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني ویلي، چې په امریکا کې د پنځو ایراني بندیانو له ډلې دوه تنه ایران ته ستنېږي، یو درېیم هېواد ته ځي او دوه نور په خپله خوښه په امریکا کې پاتې کېږي. 

له دې سره همهاله، په جنوبي کوریا کې د ایران د شپږ میلیارده ډالره کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو خبر هم ورکړل شوی دی.