ترکيې له افغانستان سره د ۲۰ ټنه طبي توکو مرسته وکړه

ترکيې له افغانستان سره د ۲۰ ټنه طبي توکو مرسته وکړه


  • 1 کال دمخه (19/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 576

له افغانستان سره د ترکیې د ۲۰ ټنه طبي توکو مرسته کابل ته رارسېدلې ده. 

په افغانستان د ترکیې سفارت پر خپله اېکس پاڼه د دغې مرستې د رارسېدو خبر ورکړی دی. 

یاد سفارت لیکلي، دغه مرسته د دوشنبې په ورځ (د وږي۲۷مه) د ترکیې هوايي ځواکونو یوې باروړونکې الوتکه کې کابل ته رارسولې ده. 

د سفارت په وینا، په دغې مرسته کې ۲۰ ټنه طبي توکي شامل دي، چې د ترکيې حکومت افغانستان ته د بشري مرستو په چوکاټ کې ډالۍ کړې ده.   

ترکیې د نوي حکومت له واکمنېدو وروسته، له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.  

د روان کال د چنګاښ په مياشت کې اروپايي ټولنې هم له افغانستان سره د سل ټنه طبي توکو او درملو مرسته کړې وه.

دا مرستې په داسې حال کې کېږي، چې د راپورونو له مخې، اوس مهال د افغانستان تر ۳۰۰ زیاتو ولسوالیو کې خلک معیاري روغتیایي خدماتو ته لاس‌رسی نه لري.