هلمند کې د هاوان مرمۍ چاودنې پنځو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

هلمند کې د هاوان مرمۍ چاودنې پنځو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې


  • 7 مياشتي دمخه (19/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 327

په هلمند ولایت کې د یوې پخوانۍ هاوان مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د سیمې خلک وایي، دا پېښه پرون دوشنبه (د وږي۲۷مه) د ګرمسیر ولسوالۍ په «میر اغا بازار» کې رامنځ ته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، وژل شوي ماشومان د یوې کورنۍ غړي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یادو ماشومانو غوښتل دغه مرمۍ په اوسپنه اخیستونکي وپلوري. 

د دغې پېښې په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي او د هلمند ځایي چارواکو هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې وخت ناوخت دا ډول پېښې د عامه پوهاوي د نشتون له امله رامنځ ته کېږي.  

دا ډول پېښې ډېر کله له خلکو په ځانګړې توګه، له ماشومانو قرباني اخلي.