سروبي کې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې جوړولو چارې پیل شوې

سروبي کې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې جوړولو چارې پیل شوې


  • 1 کال دمخه (19/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 549

‏د رییس الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن سې‌شنبه (د وږي۲۸مه) د کابل په سروبي ولسوالۍ کې له نغلو بند سره نږدې د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید پروژې د جوړولو پرانېسته وکړه. 

د ارګ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دغو مراسمو کې ملا برادر ویلي، ا، ا دا درک کړې چې د پياوړي اقتصاد درلودو لپاره صنعت او د صنعت د پرمختګ لپاره برېښنا تر ټولو مهمه ده. 

خبر پاڼه زیاتوي، برادر په دغه پرانېسته کې زیاته کړې، چې همدې موخې ته د رسېدو لپاره ا، ا په کور دننه برېښنا تولید په خپلو لومړیتونو کې نیولی او په ټولو پانګوالو یې غږ کړی، چې په کور دننه د برېښنا تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

دغه پروژه د یوه خصوصي سکټور له لوري د یوه کال په موده کې بشپړېږي، چې شااوخوا ۷۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه پرې کېږي.