د نوي حکومت له راتګ وروسته؛ اسټراليا د ۵۰ زره افغانانو د ویزو غوښتنلیکونه رد کړي

د نوي حکومت له راتګ وروسته؛ اسټراليا د ۵۰ زره افغانانو د ویزو غوښتنلیکونه رد کړي


  • 1 کال دمخه (19/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 546

د اسټرالیا حکومت د ۵۰ زره افغانانو د ویزو غوښتنليکونه رد کړي دي. 

اسټرالیایي رسنۍ ایس بي ایس د راپور له مخې، واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو راهیسې ۲۰۸ زره افغانانو د اسټرالیا د ویزو لپاره غوښتنلیکونه سپارلي، چې ۵۰ زره یې رد شوي دي. 

راپور کې راغلي، چې اسټرالیا له دې ډلې یوازې ۱۳ زره او ۶۱۲ افغانانو ته ویزې ورکړې او د پاتې ۱۴۴ زره نورو ارزونه کوي.   

دا غوښتنلیکونه تر ډېره د هغو افغانانو دي، چې په افغانستان کې یې له اسټرالیايي ځواکونو او موسسو سره کار کړی دی.

د دغو ویزو غوښتوونکي د اسټرالیا له لوري د ویزو ردولو مایوسه کړي دي.  

په ورته مهال، د اسټراليا د کورنيو چارو وزارت وياند ایس بي ایس ته ويلي، د هغو کسانو چې غوښتنليکونه رد شوي، کولای شي بيا غوښتنه وکړي.     

د اسټراليا حکومت تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ ميلادي کلونو تر منځ ۲۰ زره کسانو ته د پناه غوښتنې ويزې ورکوي.

واک ته د نوي حکومت له رسېدو وروسته، لسګونه زره افغانانو نورو هېوادونو ته پناه یوړه او دا لړۍ لاهم روانه ده.