پاکستان کې د افغانانو د نیولو دوام؛ م،م: دا بهیر دې سملاسي ودرول شي

پاکستان کې د افغانانو د نیولو دوام؛ م،م: دا بهیر دې سملاسي ودرول شي


  • 1 کال دمخه (20/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 560

پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو له دوام سره هم مهاله، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې په سملاسي ډول د افغانانو د نیولو بهیر ودروي. 

اسلام آباد کې د دې ادارې ویاند قیصر افریدي رسنیو ته ویلي، چې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو چلن له ټولو نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.

د پېښور ښار د پولیسو ویاند محمد علم ویلي، چې تېرو شپږو اوونیو کې ۶۳۲ ناقانونه افغان کډوال، چې قانوني سند یې نه درلود، نیول شوي دي. 

له پېښور او شااوخوا سیمو وړاندې کراچۍ او اسلام آباد کې هم ګڼ شمېر افغان کډوال نیول شوي دي. 

تېره اوونۍ د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوار الحق کاکړ ویلي وو، چې پاکستان ته ورغلي غیر قانوني افغان کډوال باید د دغه هېواد له خاورې ووځي.   

د کاکړ له څرګندونو وروسته پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه کړې او نږدې هره ورځ د سلګونه افغان کډوالو د نیولو خبرونه ورکول کېږي. 

دغلته مېشت افغان کډوال هم شکایت کوي، چې پاکستاني پولیسو هغه افغانان هم نیولي، چې د اوسېدو قانوني اسناد یې لرل. 

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې، پاکستان کې دا مهال ۳،۷ میلیونه افغانان د کډوالۍ شپې ورځې تېروي.