د کندهار په صنعتي پارک کې اورلګېدنې لسګونه زره ډالر زیان اړولی

د کندهار په صنعتي پارک کې اورلګېدنې لسګونه زره ډالر زیان اړولی


  • 7 مياشتي دمخه (20/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 417

د کندهار ښوراندام په صنعتي پارک کې د مېوې د ټوکریو د تولید په یوه کارخونه کې اور لګېدلی دی.   

د کندهار د کانونو او صنایعو خونې رئیس ویلي، چې دغه اورلګېدنه د چهار شنبې په سهار څلور بجې د برېښنا د شارټۍ له امله رامنځ ته شوې ده.  

سید سرور اماني ویلي، چې سیمې ته پر وخت د اور وژنې ډله ورسېدله؛ خو په مهار  یې بریالۍ نه شوه او کارخونه په بشپړه توګه وسوځېده.

هغه زیاتوي، چې د اورلګېدنې له امله دغې فابریکې ته شااوخوا ۲۵۰ زره امریکایي ډالره زیان اوښتی دی. 

د کندهارد ښوراندام په صنعتي پارک کې لسګونه تولیدي فابریکې فعالیت لري او سوداګرو په کې په میلیونونو ډالرو پانګونه کړې ده.

تر دې وړاندي په دغه صنعتي پارک کې یو شمېر تولیدي فابریکو د برېښنا د نشتوالي له امله خپل فعالیتونه درولي وو.