بایډن: د اوکراین ټوټه کېدل به له ټولې نړۍ خپلواکي واخلي

بایډن: د اوکراین ټوټه کېدل به له ټولې نړۍ خپلواکي واخلي


  • 1 کال دمخه (20/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 551

د امریکا ولسمشر جوبایډن خبرداری ورکړی چې د اوکراین په ټوټه کېدو سره به د نړۍ هېڅ هېواد خپلواکي خوندي پاتې نه شي.

جو بایډن پرون ناوخته (د وږي۲۸مه)د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې ویلي، روسیه په دې باور ده، چې نړۍ به ستړې شي او د اوکراین د لاندې کولو اجازه به ورکړي؛ خو پرته له دې چې له عواقبو سره یې مخامخ شي.

ولسمشر بایډن زیاته کړې، امریکا او متحدان به یې د اوکراین، چې د خپلې ازادۍ لپاره مبارزه کوي، تر څنګ ولاړ وي.  

نوموړي په خپله وینا کې ویلي، د دې جګړې مسوولیت یوازې د روسیې پر غاړه دی او دا روسیه ده چې سم د لاسه د دې جګړې د درولو ځواک ورسره دی.

د هغه په وینا، نړیوال باید د دې بربنډ اشغال پر وړاندې ودرېږي څو دا خبره یقیني شي چې د سبا ورځې د احتمالي یرغلګرو مخه نیول کېږي.