جوزجان کې یو کس خپله تازه واده کړې مېرمن وژلې

جوزجان کې یو کس خپله تازه واده کړې مېرمن وژلې


  • 1 کال دمخه (20/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 802

په جوزجان ولایت کې یوه مېرمن د خپل خاوند له لوري وژل شوې. 

د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالستار حلیمي ویلي، چې دغه پېښه تېره شپه (د وږي ۲۸مه) د مرکز شبرغان په «ینګه ازی» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړی زیاتوي، د خدایقل په نوم یو کس خپله تازه را واده کړې مېرمن عالیه، چې شل کاله عمر یې درلود، زندۍ کړې ده.

حلیمي د دغې پېښې علت کورنی تاوتریخوالی ښودلی.

هغه ویلي، قاتل له سیمې تښتېدلی او د نیولو هڅې یې روانې دي. 

په دې وروستیو کې په یو شمېر ولایتونو کې د ښځو د وژنې او ځانوژنې پېښې زیاتې شوي دي. 

د دا ډول پېښو ستر لاملونه کورنی تاوتریخوالی، خراب اقتصادي وضعیت او رواني ستونزې ګڼل کېږي.