ټي ټي پي؛ د پاکستان د زندۍ کولو پړی - یوسف یوسفزی

ټي ټي پي؛ د پاکستان د زندۍ کولو پړی - یوسف یوسفزی


  • 1 کال دمخه (20/09/2023)
  • یوسف یوسفزی
  • 533

کله چې جمهوریت و، نو ځينې تورونه به ولګېدل، چې دا د افغانستان د استخباراتو له‌خوا یې ملاتړ کېږي. خو دغه وایرس تر هغې نیم‌ژواندی وساتل شو، ترڅې حکومت وپرځېد او امریکې ته یې د خدمت زمینه برابره کړه.

طالبان هم له سوړو ووتل؛ هغسې جګړه او ګټې، چې پخوا پرې خوندي کېدلې اوس په بل لېول کې شوي.

نو CIA ته همدا ‌‌‌‌‌‌ډله ورپاتې.

امریکا په افغانستان کې خپله ماته په تاریخ کې نه هېروي او د ماتې ترشا هېڅ یو هېواد هم نه‌شي معاف کولی، دا د اوښ خاصیت په‌دغه ملک کې شته.

په تېره بیا داسې هېواد، لکه پاکستان چې ورته د دوست په جامه کې تل ځان ښودلی.

شرموونکې ماته‌ورکوونکې ته یې سزاګانې ټاکلي، هغه کې د پاشل، تجزیه او ویجاړېدو جزا پاکستان ته رسېدلې.

دا شکست د نړۍ تاریخ کې لیکل شوی او عاملین یې د معافیت هېڅ توجیه نه‌لري.

د سیمو د استخباراتو د معلوماتو پر بنسټ سپينه ماڼۍ د پاکستان د مطلق تجزیې او ګړنګ ته د غورځولو، بېداره، دوامداره او تر ټولو جدي هڅې پیل کړي.   

د دغو هڅو یوه برخه د تي ټي پي ډلې د خورا غښتلي پلان دی.

دغه ‌‌‌‌‌‌ډله به و پړسېږي، د پوځ زور به پرې ځکه نه رسېږي، چې دننه هلته هم نفوذ لري.

نفوذي لوړپوړي چارواکي به یې یا مخنیوی کوي او یا به د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د ځپلو عملیات پڅ او بې‌ګټې کړي.

د چترال سیمې به د دوی د مقاومت ‌‌‌‌‌‌ډګر او قوي سنګرونه وي.

نورې برخې یې لا هم تر شدید امنیتي ګواښ لاندې دی.

پاکستان پوهېدلی، چې نور یې کاسه په بل نسکورېدونکې ده. له طالبانو یې د مرستې غوښتنه کړې.

هغوی د امریکې سره په غوټه بند دي، نو د خپل مسلمان ورور نه یې بخښنه غوښتې.  

اوس پاکستان پر امریکې او اوسني حاکمانو د فشار هر هغې الې ته لاس اچولی، چې د دوی په واک کې دي.

پر امریکا دا فشار راوړي، چې د افغانستان میوه مې در بنده کړه او دلته ګډو‌‌‌‌‌‌ډي ستا او طالب ترمنځ هوکړې ته زیان رسوي.

پر اوسني حاکمانو دغې مسئلې ته زور ورکړی، چې مهاجر مو تنګوو، ښځې بې‌عزته کوو او ستاسو پر وړاندې حساسیتونه زېږوو.

دغه ویډیوگانې، چې سوشیل میډیا ته راوځي، دا عمدي او د دوی په خوښه دي، چې افغان تور سري په بې رحمۍ د پښو لاندې کوي.

که څه هم د پاکستان صدراعظم کاکړ خپله اعلان وکړ، چې بې‌اسناده او جعلي اوسېدونکي به نور وشړي، خو دا کار یې ملګرو ملتونو نه د څه روپيو د جذبولو په هدف هم یادولی شو.

لنډ وخت کې د ملګرو ملتو عمومي ناسته ده او صدراعظم یې د پنځوو ورځو لپاره ورځي.

هلته امریکې کې به زیاتې دروازې وټکوي، خو د عمران خان لرې کولو وروسته د امریکې دوه‌مخی سیاست د دوی د هدف ښکارندويي کوي.

مخکې یې پرې را وپرځوه اوس یې بېرته د خلیل‌زاد په‌خوله ملاتړ کوي.

هلته ټاکنې هم روانې دي، نو جنجالونه او نتیجه یې د منلو او نه منلو زنګونه همدا اوس کړنګوي.

اقتصادي اړخ به یې پرېږدو، سیاسي بُعد یې دا دی، چې د اوسني حکومت د ګټو پر ضد د دوی اقدامات هغه څه بیانوي، چې پاکستان یې مجبور کړی.

مجبوراً یې د خپلو نازولو طالبانو د حکومت پر خلاف عسکري او اقتصادي اقدامات شروع کړي.

دا مجبوري یې د ټي ټي پي تقویت دی.

امریکا به دغه ‌‌‌‌‌‌ډله ځکه ښه ژر پياوړې کړي، چې هلته لا هم مدرسې فعالیت کوي او د ځينو، چې د پاکستان پوځ یې مخه نیسي تولیدات یې پرېمانه پاتې.

حقانیه مدرسه یې ځکه بنده کړه، چې د مدرسې طالبان او پخواني تولیدات د ټي ټي پي نه لوی ښامار جوړولی شي.

وړاندوینه دا ده، چې پاکستان ‌‌‌‌‌‌ډېر وروسته اقدام وکړ او هېڅ ځای نه‌شي نیولی. 

د ټي ټي پي پړی لرې نه ده، چې د پاکستان مرۍ ته وغورځي او حلق‌اویزه تصویر یې له اوسه متصوره ده.