مرتضوي: ایران د افغانستان د مخالفینو لپاره امن ځای نه دی

مرتضوي: ایران د افغانستان د مخالفینو لپاره امن ځای نه دی


  • 1 کال دمخه (21/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 573

په کابل کې د ایران سفارت مرستیال وایي، ایران د افغانستان د مخالفینو لپاره خوندي ځای نه دی.  

د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر نور محمد ثاقب تېره ورځ په کابل کې د ایران سفارت له مرستیال سید حسن مرتضوي سره کتلي دي.  

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه دواړو لوریو د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دیني او فرهنګي اړیکو خبرې کړي دي.

خبر پاڼه کې د ایران سفارت د مرستیال له قوله ویل راغلي، چې ایران هر وخت د افغانستان د ملت ترڅنګ ولاړ دی او دغه هېواد د افغانستان د مخالفینو لپاره امن ځای نه دی.

نوموړي همدارنګه ویلي، چې په ایران کې مېشتو افغان کډوالو ته په ټولو دیني او کلتوري چارو کې لازمې اسانتیاوې رامنځ ته شوې دي. 

په ورته مهال، د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر ویلي، چې د کابل او تهران ترمنځ په اړیکو کې ښه همغږي رامنځ ته شوې او هڅه کوي چې، دغه همغږي لا نوره پیاوړې او پراخه شي. 

خبر پاڼه زیاتوي، چې د لیدنې په پای کې د ایران سفارت مرستیال په ایران کې د اسلامي وحدت په ۳۷مه کنفرانس کې سرپرست وزیر ته د ګډون رسمي بلنه ورکړه.