پاکستان کې د ناامنیو دوام؛ لکي مروت کې تښتول شوی پولیس مړ وموندل شو

پاکستان کې د ناامنیو دوام؛ لکي مروت کې تښتول شوی پولیس مړ وموندل شو


  • 11 مياشتي دمخه (21/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 515

په خیبرپښتونخوا کې د هغه پولیس افسر جسد موندل شوی، چې د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی و.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې دا پېښه نن سهار (د سپټمبر ۲۱مه) د لکي مروت په «شهباز خېلو» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.  

راپور کې راغلي، چې د تښتول شوي پولیس افسر پر بدن د ربړونې نښې لیدل کېږي او وروسته په ډزو سره وژل شوی دی. 

سیمه کې پولیسو ویلي، چې د شاه ولي په نوم دغه افسر له خپل کور څخه دندې ته پر لاره و، چې د مخ پټو کسانو له خوا وتښول شو او درې ساعته وروسته یې جسد پیدا شو. 

پولیس زیاتوي، چې سیمه د امنیتي ځواکونو له لوري کلابنده ده او چاڼیز عملیات روان دي.

بلخوا، په سیمه کې ازاد خبریال لال وزیر ویلي، چې سیمه کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي.    

هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په وروستیو کې هلته د  پولیسو د وژلو او تښتولو پېښې تر پخوا ډېرې شوې دي. 

که څه هم تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی؛ خو هلته د ټي ټي پي ډله فعاله ده او وخت ناوخت بریدونه کوي. 

دا پېښه په داسې حال کې رامنځ ته کېږي، چې په لکي مروت کې همدا درې ورځې وړاندې هم د وسله والو په برید کې دوه پولیس ټپیان شوي وو.