پکتیا کې له غره څخه راښکته شوي لېوه پر خلکو برید کړی، یو ماشوم مړ دی

پکتیا کې له غره څخه راښکته شوي لېوه پر خلکو برید کړی، یو ماشوم مړ دی


  • 9 مياشتي دمخه (21/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 462

د پکتیا په ځاځي‌ اریوب ولسوالۍ کې لېوه یوه کلي ته راښکته شوی، چې درې کسان یې داړلي دي. 

د پکتیا د امنیه قومانداني ویاند منیب ځدراڼ ویلي، چې په دې پېښه کې یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

هغه زیاتوي، دغه لېوه ځاځي‌ اریوب ته نږدې «دلدار غره» څخه یوه کلي ته راښکته شوی.    

د ځدراڼ په خبره، وژل شوی کس جاوېد نومېږي او ۷ کاله عمر یې درلود.  

سرچینې ویلي، چې امنیتي ځواکونه پر وخت د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې روغتون ته رسولي.

سرچینې د ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښودلی. 

ځا‌ځي‌ اریوب د پکتیا له هغو ولسواليو څخه شمېرل کېږي، چې د ډېرو ځنګلونو لرلو له کبله یې په غرونو کې بېلابېل وحشي ژوي ژوند کوي.

دا لومړی ځل دی، چې په ځاځي اریوب کې دا ډول پېښه رامنځ ته کېږي.